د ازبکستان څلور لوبغاړي د افغانستان اوپن بډمنټون ټورنمنټ کې د ګډون په موخه کابل ته راورسېدل
د ازبکستان هېواد د بډمنټون ملي لوبډلې څلور لوبغاړي د ۲۰۲۵ افغانستان اوپن بډمنټون ټورنمنټ کې د ګډون په موخه کابل ته راورسېدل.
ټاکل شوې، چې ۲۰۲۵ افغانستان اوپن بډمنټون ټورنمنټ به د افغان، ايراني، ازبکستاني او سوريايي لوبغاړو په ګډون د روانې ليندۍ مياشتې پر ۱۳مه نېټه د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيم کې پيل شي، چې د همدې مياشتې تر ۱۹مې نېټې به دوام وکړي.
