د هلمند ولايت په کچه د جمناسټيک ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند جمناستيک فدراسيون له لوري د ياد ولايت په کچه د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستيک ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.
يادې سيالۍ د جمناستيک په پنځو برخو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د ياد ولايت په کچه شپږ کسيزه منتخبه لوبډله وټاکل شوه.
يادو سياليو دوه ورځې دوام وکړ، موخه يې د ياد ولايت په کچه د منتخبې لوبډلې ټاکل وو او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
