دایکندي کې د ۱۸ لوبډلو د فوټسال سيالۍ د طلوع برګر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۵:۱۳
دایکندي کې د ۱۸ لوبډلو د فوټسال سيالۍ د طلوع برګر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د (اميد فردا) جام په نوم د فوټسال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د طلوع برګر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې طلوع برګر لوبډلې خپلې سیالې اميد چرخ لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه په ميرامور ولسوالۍ کې د فوټسال ورزش ته وده ورکول و.

د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۶
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ۴٥. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شور تپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ۴۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۲
Background image

بلخ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار په حیرتان ښارګوټي کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵جوړو لوبې. . .

BACK TO NEWS