دایکندي؛ کیتي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د کیتي ولسوالۍ په خرنیک سیمه کې د زړه سوي جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې جوانان مزاري لوبډلې خپلې سیالې اتحاد مظفري لوبډلې ته د ۴/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د یووالي روحیه دودول دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
