دایکندي؛ مرکز نیلي ښار کې د فوټبال سیالۍ د طوفان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۱۶
دایکندي؛ مرکز نیلي ښار کې د فوټبال سیالۍ د طوفان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغوسیالیو په پایلوبه کې طوفان لوبډلې خپلې سیالې ایکسبول لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې اونۍ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۱۱
Background image

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

. . .

BACK TO NEWS