دایکندي؛ مرکز نيلي ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۱:۳۱
دایکندي؛ مرکز نيلي ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې قهرمان ديويد لوبډلې د درېوو امتيازونو په توپير خپلې سيالې جوانان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.