دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پارکور فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ او ۸۰۰ متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې یو ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې غلام علي لومړی، لطیف دویم او علي نګاه درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه په شهرستان ولسوالۍ کې د ورزشکارانو ترمنځ سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د دایکندي ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.