دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پالیچ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۹:۳۵
دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پالیچ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د شهرستان ولسوالۍ په خربید سیمه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د کوچني اختر په نوم د فوټبال سیالۍ د پالیچ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د پالیچ، خربید، خواجه چاشت او پالیچ لوبډلو ګډون کړی وو، چې پایلوبه کې د پالیچ لوبډلې خپلې سیالې خربید لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه فوټبال ورزش ته د ځوانانو هڅوول و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS