دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدرسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په القان فوټبال لوبغالي کې د اختر په مناسبت د شپږو لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ د نورک القان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پای لوبه د نورک القان او حکمت کتوت لوبډلو ترمنخ ترسره شوه،چې په پایله کې القان لوبډلې د ۱۹/۱۳ نمرو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د یادو سیالیو موخه د ملي او دودیزو لوبو د ودې ستایل ښودل شوي دي.
