دایکندي؛ سنګ تخت بندر ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۵
دایکندي؛ سنګ تخت بندر ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سنګ تخت بندر ولسوالۍ کې له نشه يي توکو د مخنيوي مبارزې جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې سفيدبيد لوبډلې خپلې سیالې شاهين لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی او د واليبال لوبو ته وده ورکول دي، چې يوه اونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۹:۱۵
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۸
Background image

لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د احمد سیر لوبډلې په اتلولي پای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۶
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ ، چې ۱۵ ورځې مخکې پیل شوې وې، د حیدري اتلانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS