دایکندي؛ سنک تخت بندر ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د موی تای ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سنک تخت بندر ولسوالۍ کې د یو او بل منلو په نوم د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ، چې د تک فایټ په ډول ترسره شوې، په پایله کې ۱۳ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ موی تای ورزش ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.