دایکندي؛ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د امید فردای سیاسنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د ورزش ادارې په همکارۍ د دغه ولایت د کیتي ولسوالۍ د ۱۸ بېلابېلو لوبډلو ترمنځ د (فردای بهتر) په نوم د فوټسال سیالۍ چې د تېرو درېوو اوونیو راهیسې پیل شوې وې د فردای بهتر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د سادات تخه او امید فردای سیاسنګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې امید فردای سیاسنګ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او په دغه ولایت کې د فوټسال د ورزش وده یاد شوي دي.
