دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د ورورولۍ جام په نوم د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې قاطع لوبډلې خپلې سیالې سبزک لېسې لوبډلې ته د ۸/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا يې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه په کلیو کې د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
