دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د شالیزار کومي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د شالیزار کومي لوبډلې خپلې سیالې بالای ویر لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
