دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د خزاني جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د فاتحان ګزبري او شلغم لېسې لوبډلو ترمنځ ۴/۴ مساوي پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټبال لوبو ته وده ورکول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
