دایکندي؛ اتحاد لوبډلې د میرامور ولسولۍ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۴۴
دایکندي؛ اتحاد لوبډلې د میرامور ولسولۍ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

د دایکندي ولایت د ورزش امریت په مرسته د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د دې ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د والیبال استقلال جام سیالۍ چې دوې اوونۍ وړاندې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د بازار جوز اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د اتحاد میرامور پاین او بازار جوز اتحاد لوبډلو ترمنځ شوه، چې د بازار جوز اتحاد لوبډلې د ۳-۰ میدانونو په توپیر خپل سیال ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

په پای کې ګتونکو لوبډلو ته کپ، مډالونه او تقدیرنامې هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۴۷
Background image

سمنگان؛ مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ملي سوداګر احمد اميد له لوري په مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۹:۳۸

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۱
Background image

هرات؛ مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کونګ فو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS