خوست کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند کونډیو صحرا باغ سیمه کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګربزو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ګربزو منتخبې لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې وصال وفا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ او پای کې اتلې لوبډلې ته یو موټر او دویمې لوبډل ته یو موټرسایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شول.
