خوست کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو همغږي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يعقوبيو صبریو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو همغږي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ، چې دوې مياشتې به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کې هارون عمري لوبډلې خپلې سيالې شهزار لوبډلې ته د ۳۵ پر ۳۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.