خوست کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند کاروان سرای لوبغالي کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې تڼیو الف لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې تڼیو منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې درې میاشتې یې دوام وکړ.
