خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۱۲
خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند جغ چينې کلي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د لکڼو نوکوټ خېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د لکڼو نوکوټ خېل او ذبيح الله لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه لکڼو نوکوټ خېل لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۷ اورونو کې يې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې ذيبح الله لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۹۲ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۰ منډو په توپير وبايلله.

دا سيالۍ په گروپي ډول ترسره شوې، چې شاوخوا درې مياشتې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS