خوست کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند اماني جمنازیوم کې له اووه کلبونو د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
د یاد سیاليو په پای کې تڼیو کاروان کلب لومړی، شفیع مندوزیو دویم او مرکزي کلب بیا درېیم مقام خپل کړ.
