خوست کې د ۲۴۷ زره افغانیو په لګښت د والیبال لوبغالی جوړ شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۲
خوست کې د ۲۴۷ زره افغانیو په لګښت د والیبال لوبغالی جوړ شو

د خوست ولایت مرکز متون ښار په مامورانو کلي کې د UNHCR مؤسسې په مالي لګښت او د WSTA مؤسسې په تخنیکي مرسته د ۲۴۷ زره افغانیو په لګښت د والیبال میدان جوړ او د لوبو کولو لپاره چمتو شو.

د والیبال د دغه لوبغالي جوړولو په چارو کې د میدان هوارول، د احاطوي دېوال جوړول او د ۲۰۰۰ نندارچیانو لپاره د ناستې ځای جوړول شامل و، چې ۲۰۰زره افغانۍ د UNHCR مؤسسې او پاتې ۴۷زره افغانۍ بیا د سیمې د ځوانانو لخوا ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د یاد لوبغالۍ د پرانیستې په موخه د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ هم پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۵
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۳
Background image

هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره وشوه

په هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره د فوټبال سي میډیا له خوا د هرات ولایت د فوټبال فدارسیون په همکارۍ په هېواد کې د ۲۰۲۵ کال غوره فوټبال لوبغاړي، ځوان لوبغاړي، ګول وهونکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۲
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS