خوست کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د طمبا ولایتي سیالۍ وشوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۰ - ۱۲:۲۸
خوست کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د طمبا ولایتي سیالۍ وشوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د طمبا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز متون ښار کې له پنځو ولايتونو د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د طمبا ولایتي سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې له کابل، ميدان وردگ، خوست، لوگر او پکتيا ولايتونو څخه ورزشکارانو گډون گړی وو، چې په پايله کې خوست د ۳۲ مډالونو په گټلو سره لومړی، لوگر د ۸ مډالونو په خپلولو سره دويم او کابل د ۷ مډالونو په گټلو سره بيا درېیم مقام ترلاسه کړ.

د ويلو وړ ده، چې د يادو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته د اتلولۍ حکمونه، مډالونه او بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۸
Background image

لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د احمد سیر لوبډلې په اتلولي پای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۶
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ ، چې ۱۵ ورځې مخکې پیل شوې وې، د حیدري اتلانو لوبډلې په اتلولي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۴
Background image

کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS