خوست کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند کنډیو صحرا سیمه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکت سیالۍ د پشتین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې پشتین لوبډلې د نهو ویکټو په توپیر خپلې سیالې ملهم لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
