خوست کې د پرمختګ په نوم د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د ځغاستې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز متون کې د ۷ کیلو متره په واټن سره د ۱۵۰ لوبغاړو په ګډون د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ له بریا خصوصي ښوونځي څخه پیل او تر الکلیم خصوصي ښوونځي پورې یې دوام وکړ، چې په پایله کې یې نیازولي لومړی، بورا تڼي دویم او سیف الله ځدراڼ درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
د سیالیو په پای کې بریالیو لوبغاړو ته د اتلولي حکمونه او کپونه ورکړل شول.
