خوست کې د هاکي ټاکنیزې سیالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۵:۵۴
خوست کې د هاکي ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د هاکي فدراسيون د استازولۍ له لوري او د دې ولايت د ښاروالۍ رياست په مالي لگښت د اداري کمپلکس اړوند جمنازيوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د هاکي ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې خوست مقام لوبډلې خپلې سيالې ښاروالۍ رياست لوبډلې ته د ۵ پر ۲ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله او همدارنگه ۱۵ تنه غوره لوبغاړي ولايتي لوبډلې ته او ۱۵ تنه بيا د دې ولايت ځوانانو لوبډلې ته غوره شول، چې په راتلونکي کې به د ياد ولايت په استازولۍ ملي سياليو کې ولوبېږي.

د‌ ويلو ده، چې دغو سياليو دوې ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۹:۷
Background image

بلخ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په حیرتان ښارگوټي کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۹:۵
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د چهاربولک ولسوالۍ په دالي کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۹:۳
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د دولت آباد ولسوالۍ په زاديان کلي کې د ۷۴ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS