خوست کې د لسو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشوونې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۱:۵۰
خوست کې د لسو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشوونې سيالۍ ترسره شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ځاځي ميدان ولسوالۍ په ټوټو سيمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د يووالي په نوم د رسۍ کشوونې سيالۍ ترسره شوې.

د يادو سياليو پايلوبه د عطا خېلو زمريانو او سټيوان ټايگرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې عطا خېلو زمريانو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه په يادې ولسوالۍ کې ملي او سيمه ييزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۸
Background image

کابل کې د ورزش ادارې د رهبري او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په پلازمېنه کابل کې د رسنیو له استازو او ورزشي خبریالانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۲
Background image

جوزجان کې د فټنس او د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او د بدن ښکلا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتم پړاو. . .

BACK TO NEWS