خوست کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند چولان سیمه کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې چوللن اتفاق لوبډلې له خپل ١٠٧ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٣٥ منډو په توپیر یې خپلې سیالې چولان اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
