خوست کې د سوکیوکوشین کراټې لوبغاړو ته کمربندونه وروتړل شول.
د خوست ولایت د سوکیو کوشین کراټې لوبغاړو ته یو لړ مراسمو په ترڅ کې کمربندونه وروتړل شول. په یادو مراسمو کې هغه فایټران هم وستایل شول چې یوه اونۍ وړاندې یې ددې رشتې سیالۍ ګټلې وې.
دغه مراسم چې د سوکیو کېشن په مرکزي کلب کې د استاد شریف الله احسان لخوا بریالیو لوبغاړو ته برابر شوی وو، د خوست ولایت ورزشي امر عطاء الله کډوال، د ITF تکواندو استازي محمدظفرګام، د سوکیو کوشین کراټې مسؤول شریف الله احسان، ګڼ شمېر ورزشکارانو او د ورزش مینه والو برخه پکې اخیستې وه.
د خوست ولایت ورزشي آمر ټولو بریالیو لوبغاړو ته د بریا مبارکي او تر څنګ یې د بشپړې ممکنه همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
د مراسمو په پای کې ټولو بریالیو شاګردانو ته کمربندونه او سندونو ورکړل شول.
