خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۳۹
خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ پیل شوې

خوست ولایت کې د هاکي ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د دې ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او ښاروالۍ ریاست په ملاتړ د اتو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ پیل شوې.

د دې سیالیو پیلیزه لوبه کې نادرشاه کوټ لوبډلې خپلې سیالې دلپوري لوبډلې ته د ۳ ـ ۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دغه سیالۍ د هاکي لوبې د ودې او د ځوانانو د وړتیاوو د څرګندولو په موخه پیل شوې، چې یوه اونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۴:۳۷
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۸
Background image

سمنګان؛ مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې، چې یوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS