خوست ولايت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ پنځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۲:۴۴
خوست ولايت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ پنځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت مرکز په صحرا باغ شيخانو ميدان کې د شيخانو غوره ليګ په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ پنځم پړاو ګروپي سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې د قهرمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پایلوبه د قهرمان لوبډلې او د صحرا بازانو لوبډلې ترمنځ تر سره شوه، چې د صحرا بازانو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابل لوبډلې ته ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.په مقابل کې قهرمان لوبډلې ټاکل شوی هدف په نهو اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه يې د اته ویکټو په توپير وګټله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۶
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ۴٥. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شور تپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ۴۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۲
Background image

بلخ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار په حیرتان ښارګوټي کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵جوړو لوبې. . .

BACK TO NEWS