خوست: لکڼ منتخبې لوبډلې د کرکټ شل اوريزو سياليو اتلولي خپله کړه

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۸ - ۱۳:۵۴
خوست: لکڼ منتخبې لوبډلې د کرکټ شل اوريزو سياليو اتلولي خپله کړه

د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شهید رحمت ولي مسرور په نوم د خوست ولایت مرکز او ولسوالیو په کچه د کرکټ شل اوریزه سیالیو اتلولي د لکڼ منتخبې لوبډلې خپله کړه.

د دې سياليو پایلوبه د لکڼو او متون منتخبو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې لکڼو منتخبې لوبډلې په زړه پورې لوبې وروسته مرکز متون لوبډلې ته د پنځو وېکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.

متون منتخبې لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه چې په ۱۹.۴ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره، د انځرګل نیازي ۵۱ او فریدالله ۳۸ منډو پرمټ ۱۳۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۳۷ منډو هدف کېښود.

لکڼ لوبډلې ته په توپ اچوونه کې عمر محمدي درې او بختورخان دوه ویکټې ترلاسه کړې.

په ځوابي لوبه کې لکڼو منتخبې لوبډلې د سیالۍ وروستي اور کې ټاکلی هدف ترلاسه او لوبه یې د پنځو ویکټو په توپیر خپله کړه.

دوی ته په توپ وهنه کې احسان لکڼوال ۳۸، حضرت الله ۳۳ او ولي الرحمن ۳۸* ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د متون منتخبې لوبډلې له پاره په توپ اچوونه کې خالدخان او ثاقب خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ دغو سياليو غوره لوبغاړی عمر محمدي غوره توپ اچوونکی نسیم ګربز او همداراز غوره توپ وهونکی بيا لطیف الدین رنځور ونومول شول.

د یادو سیالیو موخه کلو او بانډو ته د مسلکي کرکټ لېږد او دودولو ترڅنګ د ځوانو استعدادونو موندنه ده.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۴۶
Background image

هلمند؛ د زونونو په کچه د فوټبال سیالۍ د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې پای ته ورسېدې

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون له لوري د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د هېواد له شپږ زونونو څخه د شپږو اتلو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خوست آریانا لوبډلې په اتلولي د ورزش ادارې د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې اته ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې صفا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۳۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS