خوست؛ گربزو ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۳۲
خوست؛ گربزو ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گربزو ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د اسماعيل خېلو منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې اسماعيل خېلو منتخبې لوبډلې خپلې سيالې مندوزيو منتخبې لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل، د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS