خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۲۲:۱۳
خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د ګربز ولسوالۍ په مغُلګي سیمه کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د جمیل مینه ناک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د جمیل او چمتو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه جمیل لوبډلې وګټله او په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٢ منډو هدف وټاکه. چمتو لوبډلې د هدف په تعقیب کې ١٣٠ منډې وکړې او سیالۍ یې د ٣١ منډو په توپیر وبایلله.

د سیالۍ په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټر او غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS