خوست؛ ځوان زلميانو لوبډلې د صحرا ټېپ بال کرکټ سوپر ليگ لومړي پړاو سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۰:۴۶
خوست؛ ځوان زلميانو لوبډلې د صحرا ټېپ بال کرکټ سوپر ليگ لومړي پړاو سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د صحرا ټېپ بال کرکټ سوپر ليگ لومړي پړاو سيالۍ د ځوان زلميانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ځوان زلميانو او صحرا بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ځوان اتلانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۴۶ منډو هدف کېښود، صحرا بازانو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۴۱ منډو په توپير يې ماته ومنله.

دغه سیالۍ چې شاوخوا يوه نيمه مياشت يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

کاپیسا؛ مرکز محمود راقي ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز محمود راقي ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۵۹
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ او د قلعه زال ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په تربوز ګزر سيمه کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۵۶
Background image

جوزجان؛منګجک ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د منګجک ولسوالۍ په بويين سفلا کلي کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ. . .

BACK TO NEWS