خوست؛ ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سټیوال سیال غونډۍ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د سکندرې او سټیوان سیال غونډۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سکندرې لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٧ منډو هدف وټاکه. سټیوان سیال غونډۍ لوبډلې ټاکلی هدف د اوو لوبغاړو په زیان د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د درېیوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
