خوست؛ په گربزو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۰:۲۹
خوست؛ په گربزو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د گربزو ولسوالۍ په جمال ځدراڼ ميدان کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ش.ه.ي.د نجيب الله ترکي جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ دويم پړاو سيالۍ د متون اتفاق کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د‌ دغو سياليو پايلوبه د متون اتفاق کلب او محمد خان ځدراڼ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې محمد خان ځدراڼ لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اوو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۸۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې متون اتفاق کلب لوبډلې ياد هدف په اووم اور کې ترلاسه کړ او د درېيو ویکټو په توپير يې بريا او اتلولي په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې يادو سياليو يوه نيمه مياشت دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل او غوره لوبغاړو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS