خوست؛ په مرکز متون کنډیو صحرا کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۳۴
خوست؛ په مرکز متون کنډیو صحرا کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د دغه ولایت په مرکز متون کنډیو صحرا باغ سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې ۴۰ ورځې له دوام وکړي پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د حاجي ولي او ایوب نیازي لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه حاجي ولي لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په زیان سیالې لوبډلې ته ۱۲۴ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې اویوب نیازي لوبډلې یاد هدف د دوو لوبغاړو په زیان پوره کړه او په اتو ویکټو یې بریا خپله کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

نیمروز کې د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونو لوبډلو ترمنځ د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۸
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS