خوست؛ په تڼيو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړونډ والیبال فدراسیون له لوري د تڼیو ولسوالۍ په حصارک سیمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د زم زم په نوم څلور ورځنۍ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې نيازولي لوبډلې خپلې سيالې طاوس زم. زم لوبډلې ته د ۲۵-۲۵ نومرو پهتوپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته ورزشي جامې او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.