خوست؛ په تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ټاکنيزې سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې د ايلېون سټار لوبډلې په ټاکلو ۸ اورونو کې خپلې سیالې ميرزعلي لوبډلې ته د ۷۵ منډو هدف وټاکه په مقابل کې د ميرزعلي لوبډلې په ۷ ام اور کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ياد هدف پوره کړ او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د تريزيو عليشېرو ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ منتخبې لوبډلې ته د ۱۸ غوره لوبغاړو موندل دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
