خوست؛ په تريزيو عليشيرو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۲:۴
خوست؛ په تريزيو عليشيرو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په تريزيو عليشيرو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د تريزيو اولې لوبډلې او تورو اوبو اولې لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې تريزيو اولې لوبډلې د لوبې پچې په ګټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۰۶ منډو هدف وټاکه.

په مقابل کې تورو اوبو لوبډلې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره د اتم اور په وروستي بال ياد هدف پوره کړ او د اوو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادو سياليو موخه په يادې سيمې کې ورزش ته وده ورکول دي، چې دوې مياشتې به دوام ورکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS