خوست؛ په‌ نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۸:۵۵
خوست؛ په‌ نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځينې خېلو په شين کاڼ سيمه کې د اتو کلبونو د لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ غوره لیګ سیالۍ د وهاب کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبې ته د ځانګړي کلب او وهاب کلب لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه ځانګړي کلب لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د څلورو لوبغاړو په زيان ۱۲۰ منډې هدف کېښود، د لوبې په‌ دويمه پاڼۍ کې وهاب کلب لوبډلې ياد هدف د لوبې په‌ وروستي اور کې د درېوو لوبغاړو په زيان پوره کړ او په اووه ويکټو يې اتلولي خپله کړه.

يادو سياليو شل ورځې دوام وکړ او په‌ پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو مالي لګښت د يادې ولسوالۍ ورزشي مسوول عزت الله وقار په غاړه اخيستی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS