خوست؛ يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۰:۳۳
خوست؛ يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د مندوزیو او تڼیو منتخبو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې مندوزیو منتخبې لوبډلې د ٢/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۹
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې وکیل مشال په ۷۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۶
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار پنځمه ناحیه کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پنځمې ناحیې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS