خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۰:۳۵
خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د "المرې ځوانانو" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د نسيم الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د نسيم الله او شوکت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه نسيم الله لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې شوکت لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره يواځې ۷۶ منډې وکړې او لوبه يې د ۴۰ منډو په توپير وبايلله.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د امن افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نړيوالو لوبغاړو په گډون د غېږنيونې په روانو سياليو کې د لوبغاړو له لوري جالب حرکتونه!

د امن افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نړيوالو لوبغاړو په گډون د غېږنيونې په روانو سياليو کې د لوبغاړو له لوري جالب حرکتونه!

#افغانستــان #امن #ورزش #کابل #جشنواره #غېږنیونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۲:۴
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ د انځور په ژبه!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ د انځور په ژبه!

#ورزش

#افغانستــان

#کابل

#امن

BACK TO NEWS