خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د نادرشاه کوټ زلمي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د وحدت لونګ او نادرشاه کوټ زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه نادرشاه کوټ زلمیو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧٦ منډو هدف وټاکه. وحدت لونګ لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ١٤٧ منډې وکړې او د ٢٨ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.
