خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حبيب وصال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د رسان او حبیب وصال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه حبيب وصال لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧٦ منډو هدف وټاکه. رسان لوبډلې د هدف په تعقیب کې د نهو ویکټو په زیان ٧٢ منډې وکړې او د ١٠٣ منډو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې یې دوام وکړ.