خوست؛ مندوزيو لوبډلې د ولس او حکومت ترمنځ د همغږي په نوم د کبډي سياليو اتلولي خپله کړه

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کبډي ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز متون ښار په مندو خېلو کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ولس او حکومت ترمنځ د همغږي په نوم د کبډي سيالۍ د مندوزيو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ، په پايلوبه کې مندوزيو لوبډلې خپلې هاشم اتل لوبډلې ته د ۴۸ پر ۳۸ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.