خوست؛ مرکز متون کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۷/۲۵ - ۱۰:۴۷
خوست؛ مرکز متون کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز متون ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د متون اتفاق او حاجي ولي ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه متون اتفاق لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه. چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٢ منډو هدف وټاکه. حاجي ولي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ٩٠ منډې وکړې او د ٥١ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۵
Background image

د جوجتسو افغان ورزشکار په نړۍ والو سیالیو کې د برنزو مډال وګاټه

د جوجتسو نړۍ‌والو سیالیو کې افغان ورزشکار مصطفی وکیلي په ۶۹ کیلو ګرام وزن او فول کانتکت سبک کې لومړۍ سیالي د حریف نه حاضریدو له کبله وګټله او دویمه سیالي یې د قزاقي سیال پر وړاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۴
Background image

زابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د جمناسټیک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ وشوې.

دا. . .

BACK TO NEWS