خوست؛ مرکز متون ښار کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۵:۴۰
خوست؛ مرکز متون ښار کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز متون ښار په پښتونستان پارک کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د لکڼو او شاهین لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې لکڼو لوبډلې د ٢/٠ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۷:۳۰
Background image

ننګرهار؛ اچین ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اچین ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۷:۲۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۷:۲۶
Background image

پکتيکا؛ په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د خانه. . .

BACK TO NEWS