خوست؛ لکڼ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په لکڼ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکت سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې چغ چینې لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر خپلې سیالې علیشېرو ځوان سټارز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
